په افغانستان کې د بخارۍ جوړونې د صنعت د څارنې پروسه په دوامداره توګه دوام لري

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۲۲
په افغانستان کې د بخارۍ جوړونې د صنعت د څارنې پروسه په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د رامک ترک چیلیک په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت د پل چرخي د صنعتي پارکونو- دریم سړک- الف (فاز) په سیمه کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.         
دا پروسه د اړوندو سټنډرډونو د تطبیق، ملي صنایع د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د کیفیت معیاري کولو په موخه ترسره شوه چې په دوامداره توګه به دوام ولري.

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې موظف شوی هیئت چې د ارزونې او مطابقت ریاست، د کیفي تصدیق‌ پاڼو د ویش ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو ریاست له کارکوونکو څخه جوړ شوی و، د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو د تطبیق څرنګوالی یې تر څارنې لاندې ونیوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

BACK TO NEWS

په افغانستان کې د بخارۍ جوړونې د صنعت د څارنې پروسه په دوامداره توګه دوام لري