په سټنډرډ ملي اداره کې اطلاعاتو ته د لاس رسي حق او قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.

۱۹/ کب/۱۳۹۹
د سټنډرډ ملي ادارې اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاس رسي حق په تړاو د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام چې اطلاعاتو ته د لاس رسي فرهنګ د پوهاوي او ترویج په موخه جوړ شوی و، د سټنډرډ ملي ادارې مرستیال، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون د دارالانشا رییس او د انسا ادارې لسګونه کارکوونکو په کې برخه درلوده. په دغه پروګرام کې د یاد کمیسیون د کارپوهانو له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي د غښتلتیا پر څرنګوالي هر اړخیز پرېزنټېشن وړاندې شو.