په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د نساجۍ او پشم په سټنډرډونو باندې غونډه جوړه شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۸
په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د نساجۍ او پشم په سټنډرډونو باندې غونډه جوړه شوه

 د  سټنډرډ ملي ادارې د نساجۍ او پشم معیارونو د لوړولو  تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ادارې سټنډرډونو ریاست په غونډو په تالار کې د کميټې د رئیس ,غړو او اړونده څانګو مسلکي کارپوهانو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د نساجۍ او پشم سټنډرډونو د مسودې په اړه ( نساجۍ، پشم، د فیصدي ټاکل، د مایکروسکوپ په واسطه ) او د راتلونکي لپاره کمیټې د کاري پلان په اړه هر اړخیز او تخنیکي بحثونه وشول. د پشم او نساجۍ سټنډرډونه د خورا مهم معیارونو څخه دي چې په نړیوالو بازرونو کې ځانته ارزښت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د عامه پوهاوي اړوند د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو ښوونیزه برنامه ددې ادارې د بیلابیلو برخو کارکوونکو ته جوړه شوه. ددې برنامې د پیل په مراسمو کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵۴
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت د مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د ودانیزو توکو جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په یاده غونډه. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د نساجۍ او پشم په سټنډرډونو باندې غونډه جوړه شوه