په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه

ihsan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۰:۵۲
په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او د غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د ډبرو د سکارو د سټنډرډ په مسوده او د ټولیز رطوبت ټاکل د کمیټې د غړو لخوا لاسلیک شول او د ډبرو د سکارو د معدني توکو د سټنډرډ اړوند همدارنګه د غبار د نسبت ټاکل/ د ډبرو د سکارو رطوبت هم تر بحث لاندې ونیول شول.

یاد سټنډرډ د ډبرو سکارو په معیاري ډول کیندلو او په کور دننه او نړیوالو بازارونو کې یې د ارزښت په لوړولو کې خورا اغیزمن دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د شعبوو لپاره د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د نصبولو قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د څانګو د پي وي سي پارټیشنونو او دروازو د تهیه او نصبولو قرارداد، محترم افغان سیکارام ساختماني او. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه