په هېواد کې د ساختماني چارو د معیاري کولو په موخه د سیخ ګول د تولیدي فابریکو د څارنې دریم پړاو پیل شو

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۶
په هېواد کې د ساختماني چارو د معیاري کولو په موخه د سیخ ګول د تولیدي فابریکو د څارنې دریم پړاو پیل شو

په هېواد کې د ساختماني موادو د معیاري کولو او د څارنې د بهیر د دوام په موخه د سټنډرډ ملي ادارې د افغانستان د اوسپنې د استخراج له فابریکو څخه د څارنې او چک درېیم پړاو پیل کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد اصف قانت، د مطابقت او ارزونې رئیس محترم مفتي فضل الرحمن منصور او ورسره ملګري پلاوي چې مسلکي او متخصص انجینران په کې شامل وو، په کابل ښار کې د سیخانو د تولید شپږ فابریکې وکتلې.
دا پروسه د دې هدف لپاره ترسره شوې چې څنګه معیارونه پلي شي ، په ځانګړي توګه نړیوال معیار (ASTM 615)  تولید کې ترڅو ساختماني توکي معیاري شي او د هیواد کورني تولید پیاوړي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

په هېواد کې د ساختماني چارو د معیاري کولو په موخه د سیخ ګول د تولیدي فابریکو د څارنې دریم پړاو پیل شو