د سټنډرډ ملي ادارې د لوړو زده کړو وزارت لپاره د افغان نړیوال پوهنتون د عراده جاتو نورم وټاکلو.

لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د قانون پر اساس د سټنډرډ ملي اداري د نورم څانګه د هېواد په کچه د تګ راتګ وسایلو نفتي توکي، ماشینونو، د برق تولیدونکو جنراتورونو، د دولتي وزارتونو او ادارو د وسایلو د مصرف د اندازې ثابتولو او ټاکلو واک لري، چې د دولتي ادارو او وزارتونو په غوښتنه د نفتي موادو د مصرف د اندازې نورم په ټاکلو کې لازم ګامونه پورته کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د افغان پوهنتون (19) ډوله عراده جاتو د تیلو د مصرف اندازې د ټاکلو په برخه کې له دغې ادارې په رسمي توګه غوښتنه کړې وه، چې وروسته یې د مصرف نورم وټاکل شو.