د شین چای د معیار په اړه تخنیکي غونډه په سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د معیارونو د لوړولو د تخنیکي کمېټې غونډه د دغه کمېسیون د رئیس او غړو په ګډون د دغه ریاست د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د تېرې غونډې طرحه تصویب شوه او د شین چای د معیاري طرحې په اړه بحث او د تخنیکي نظریاتو تبادله وشوه.