د ترافیکي قوانینو او د موټر چلوونکو د مکلفیتونو په برخه کې روزنیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې په تالار کې جوړ شو

په تخنیکي او عملیاتي برخو کې د موټر چلوونکو مکلفیتونو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې د روزنیزو په تالار کې ترسره شو. دغه برنامه چې د ترانسپورت وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس محترم مولوي محمد عبدالله السیف، د ترانسپورت وزارت استازو ،کارپوهانو اومسوولینو ګډون کړی و.
د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو رئیس میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پروګرام له ترسره کولو یې مننه وکړه. هغه په سړکونو کې د اصولو او مقرراتو رعایت مهم او حیاتي وباله او له موټر چلوونکو یې وغوښتل چې دغه پروګرام په لېوالتیا او جديت زده کړي.