د سټنډرډ ملي ادارې د طبي وسایلو او توکو د ستنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره ددې ادارې د تخنیکي غونډو تالار کې جوړه شوه.
پدې غونډه کې د لابراتواري ښیښې لوښو- د یو ځل کارونې سیرولوژیکي پیپټونو د سټنډرډونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. پیپټونه د لابراتوار هغه ډېر کارېدونکي توکي دي چې په طبي چارو کې د ټاکلي حجم لرونکو محلولونو د لیږد لپاره کارول کېږي. ددې سټنډرډونو مراعتول د محلولونو د دقیق لیږد او اندازه کولو لپاره خورا مهم دي او د لابراتواري ازمايښتونو د ناسمو پایلو مخنیوی کوي.
ددې ستندردونو نه مراعتول کولای شي په لابراتوارونو کې ناسمې پایلې او تېروتنې رامنځته کړي، چې په روغتیايي سیستم، په ځانګړې توګه د تشخیص په برخه کې سترې ننګونې پیدا کولای شي.