د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۴۸
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري

د سټنډرډ جوړونې د قانون او مقرراتو له مخې، د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو د وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدونکو وسایلو او د تودوخې د سیستمونو د سون توکو د لګښت کچې معیار د ټاکلو مسؤلیت په ټول هېواد کې په غاړه لري.

 

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت د راپورونو له مخې، ددې امریت متخصصینو او تخنیکي کارکوونکو د روان کال د لیندۍ میاشتې په لړ کې د (۲۳۳) ډوله وسایطو، ماشینونو، د بریښنا تولیدوونکو وسایلو او د تودوخې سیستمونو نورم ټاکلی دی.

 

د نورم د تثبیت خدمتونه د هېواد د مالي او اقتصادي سرچینو په خوندي کولو او اغېزمنه استفاده کې خورا مهم دي. د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت متخصصین د وسایطو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف د کره کچې ټاکلو په برخه کې شپه او ورځ زیار باسي.

د مصرفي نورمونو ټاکل،

د معیاري کولو او سپما په لور مثبت ګام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د بیا اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

د ستنډرډ ملي ادارې د یو شمېر خالي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې په کره او منظمه توګه واخیستل شوه، پدې آزموینه کې د ستنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ چاپي او غیر چاپي قرطاسیې او د پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د تهیه او تدارک قرارداد، محترم ظهیر حسین لمېټډ. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه بیلابیلو وزارتونو او امارتي ادارو ته په پرېکنده ټوګه دوام لري