د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په قاطع او کره توګه د هېواد په بندرونو کې روانه ده

د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او هڅه کوي چې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د لګښت کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي.
د روان کال د مرغومې په میاشت کې د هېواد د (٨) بندرونو له لارې لکه فراه ٧٨ میل، هرات، حیرتان، آقینه، غلام خان، تورخم، نیمروز او ډنډپټان په ټولیزه توګه (۵۲۸۳) محمولې ودانیز توکي چې وزن یې (۱۹۵۱۶۶.۹۱۷) ټنه کیږي او (۳۷۴) محمولې پي وي سي، کاشي او ایزوګام چې وزن یې (۷۵۶۹۸۹) متراژه کیږي تثبیت کیفیت شوي دي.