په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۳
په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د خلکو او سوداګرو د پوهاوي لپاره، د "د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو" تر عنوان لاندې یو کمپاین د کابل ښار د دولسمې ناحیې ارزان‌قیمت سیمه کې پیل کړ.

په دې کمپاین کې د ملي سټنډرډ ادارې ویاند قاري محمد یوسف غاور او ددې ادارې مطبوعاتي ټیم ګډون درلود. ددې کمپاین په ترڅ کې د سټنډرډونو شعارونه او نښې د ښار په عمومي سړکونو او په بیلابیلو ځایونو کې نصب شول.

ددې کمپاین موخه دا ده چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، ترڅو دوی د سټنډرډونو پر اهمیت پوه شي او دا درک کړي چې سټنډرډونه د محصولاتو او خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د خلکو د ژوند د سطحې د لوړوالي لپاره ډېر مهم دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویاند پدې کمپاین کې ټینګار وکړ چې سټنډرډ جوړونه نه یوازې د خلکو د ژوند کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د کورنیو تولیداتو د ښه والي، د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره هم مهم رول لري.

دا کمپاین هڅه کوي چې د خلکو، سوداګرو او د سټنډرډ ملي ادارې د مسؤلینو ترمنځ مؤثره اړیکې رامنځته کړي او د سټنډرډ جوړونې فرهنګ د خلکو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه وګرځوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه ترسره شوه او ۵۷ سټنډرډونه او د نفتي توکو د ازمایښت کړنلارې تصویب شوې

۲۴_ذوالحجه_۱۴۴۶هـ.ق

نن د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ او د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

BACK TO NEWS

په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو