د افغانستان د صادراتو د کیفیت ښه کولو او پراختیا په اړه د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره ولیدل

کابل- سټنډرډ ملي اداره - ۱۴۴۷ـ صفر-۱
آغلې ورانیکا، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره ده، د یوې رسمي لیدنــې په ترڅ کې سټنډرډ ملي ادارې ته راغله، ددې ادارې له چارواکــو سره یې ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
پدې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت او د اړوندو برخو رئیسانوو او مسئولینو ګډون درلود.
ددې ناستې موخه د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، افغاني محصولاتو ته تر اروپايي بازارونو لار موندل او د سټنډرډونو همغږي وه.
په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت، د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې هرکلی وکړ. د تجربو د تبادلې او د سوداګرۍ د ستونزو د حل په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
آغلې ورانیکا د سټنډرډ ملي ادارې پرمختګونو او هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې: «موږ غواړو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لمنځه ولاړ شي او چمتو یوو چې له تاسو سره د صادراتو د ودې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.
همدارنګه نوموړې وویل: د سټنډرډونو تبادله د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه اړینه ده او باید سټنډرډونه له یوبل سره تبادله کړو هغې زیاته کړه د هغو توکو لپاره چې د سټنډرډونو خلاف دي باید بدیلې لارې پیدا کړو».
سټنډرډ ملي اداره د کورنیو محصولاتو د کیفیت لوړوالي، د صادراتو اسانتیا او له نړیوالو سټنډرډونو سره سم نړیوالو بازارونو ته د توکو لیږودلو ته ژمنه ده.
دا ډول لیدنې د ملي اقتصاد د پراختیا او د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د ترویج په لور یو مهم ګام دی.