د مټرولوژۍ معلومات

مټرولوژي د کچې پېژندنې د علم په معنی ده. کچه پېژندنه د هغه علم څانګه ده چې د فزیکي کمیتونو پر پېژندنه او څېړنه بحث کوي او د اوسنۍ نړۍ د رغونې لپاره یوه حیاتي څانګه ده چې په نېغه او یا غیر مستقیم ډول زمونږ ژوند ته د ننه کېږي. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په رامنځ ته کېدلو او د (۱۵۰) هېوادونو په غړیتوب سره په نړیوالو بازارانو کې د پام وړ سیالي زیاته شوې ده او په نړیوال بازار کې د کچې پېژندنې او کمیت له اړخه د محصولاتو کیفیت مهم رول لري. په همدې سبب د نړۍ لوی اقتصادونه خپله وده د کچې نیونې د باوري سېسټمونو څخه په ګټنې پورې تړلې ګڼې چې د بیا موندنې وړتیا لري او دا په خپله د کچې پېژندنې او یا مټرولوژۍ علم د ارزښت ښکارندویي کوي.

د یوې ډلبندۍ له مخې مټرولوژي په درېیو برخو وېشل شوې ده:

  • علمي مټرولوژي (Scientific Metrology)
  • حقوقوي یا قانوني مټرولوژي (legal Metrology)
  • صنعني مټرولوژي ( Industrial Metrology )

علمي مټرولوژي (Scientific Metrology)

د مټرولوژۍ هغه برخه ده چې کاري ساحه یې د کچې نیونې ملي سټنډرډونه دي او د کچې نیونې، څېړنو او علمي مطالعو د واحدونو په تعریف کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

حقوقي یا قانوني مټرولوژي (Legal Metrology)

قانوني مټرولوژي یا Legal Metrology د مټرولوژۍ هغه ډول دی چې له قانوني وسایلو څخه د حاصل شویو پایلو فعالیتونه ښايي او په ټوله کې ویلی شو چې د مټرولوژۍ دا ډول د کچې نیونې په واحدونو، د وسایلو په کچه نیونې او د کچې نیونې په تګلارو پورې اړونده ده.

د قانوني مټرولوژۍ فعالیتونه په هر هېواد کې د موجوده قانوني ادارې یا ارګان له لوري منظم کېږي. دا ډول فعالیتونه د مټرولوژۍ د قانون پر بنسټ منظم او سنجش کېږي چې د توکو پېر، پلور، تبادله او یا د هغو لېږد او د مالیې او عوایدو راټولول په کې شامل دي.

صنعتي مټرولوژي (Industrial Metrology)

د مټرولوژۍ د دې برخې ټول تمرکز پر صنعت، وسایلو، ماشین او په صنعتي توکو باندې دی.

 

اداره ملی ستندرد هم اکنون دارای وسایل و تجهیزات مناسب در لابراتوارهای مترولوژی می باشد که شامل موارد ذیل است:

د سټنډرډ ملي اداره اوس مهال د مټرولوژۍ په لابراټوارونو کې د مناسبو وسایلو او تجهیزاتو لرونکې ده چې په لاندې ډول دي:

  1. د مټرولوژۍ د حجم لابراټوار
  2. د مټرولوژۍ د فشار لابراټوار
  3. د مټرولوژۍ د کتلې لابراټوار
  4. د مټرولوژۍ د طول لابراټوار
  5. د مټرولوژۍ د برښنا لابراټوار

 د مټرولوژۍ د حجم لابراټوار:

دا د مټرولوژۍ یو له مهمو لابراټوارونو څخه دی چې د حجم د کچې نیونې د توکو او وسایلو د عیارولو، لومړنۍ او منځنۍ تاییدي یې دندې دي. په سټنډرډ ملي اداره کې دا لابراټوارونه د شیشه يي، اوسپنیزو او فلومیټر سنجشونو د حجم په وسایلو تجهیز شوي دي. د بېلګې په توګه د تېلو په پمپسټېشنونو د تېلو د وېش پایو، د اوبو مېټرونو او نورو حجمي وسایلو د عیارولو د لومړنۍ او منځنۍ تاییدي د دې لابراټوارونو دندې دي.

د مټرولوژۍ فشار لابراټوار:

په سټنډرډ ملي اداره کې د فشار لابراټوار د سنجونو فشار، ډیډویټ ټسټر، د فشار پمپونو او د فشار ګیچونو د وسایلو لرونکی دی.

د مټرولوژۍ د کتلې لابراټوار:

دا لابراټوارونه د له غوره او کره وسایلو او تجهیزاتو څخه په ګټنې د کتلې د کچې نیونې او وسایلو د عیارولو، د لومړنۍ او منځنۍ تاییدي ځواک لري. دغه راز د درندو ډبرو او تلو د عیارولو، لومړنۍ او منځنۍ تاییدي ځواک هم لري. د دې لابراټوارونو د مهمو تجهیزاتو په برخه کې کولای شو له (۱) میلي ګرام تر (۲۰) کیلو ګرام E2  او F2 درندو ډبرو او خپل چارو تلو (ترازو) ته اشاره وکړو.

 

 

د مټرولوژۍ د طول لابراټوار:

د طول کچه نیونه نن ورځ زمونږ په ژوند کې ډېر مهم رول لري. دا د مټرولوژۍ یو له مهمو لابراټوارونو څخه دی. د بېلګې په ډول د هغو اوسپنو او سیخونو طول او قطر چې په ودانیو کې کارول کېږي، د ودانۍ د کلکوالي او زمونږ د ځاني او مالي خوندیتوب لپاره ډېر مهم رول لري. په سټنډرډ ملي اداره کې د مټرولوژۍ د طول لابراټوار د کچې نیونې په کره وسایلو مجهز دی چې کولای شي د محصولاتو د طول او قطر په کچې نیونې سره د طول د کچې نیونې وسایلو په لومړنۍ او منځۍ تاییدۍ او عیارولو سره د ځاني او مالي خوندیتوب او ډاډ په ایجاد کې ډېر مهم رول ولري.

د مټرولوژۍ د برښنا لابراټوار:

د مټرولوژۍ د برښنا لابراټوار د برښنایي پارامټر او ماشینونو د کچې نیونې او د برښنايي کمیتونو د کچې نیونې په موخه کارول کېږي. په صنعتي فعالیتونو کې د برښنايي پارامټرونو، روښنايي سېسټمونو، اړیکو او د زیات ولتاژ او جریان څخه د واقع کېدونکو پېښو د مخنیوي په برخه کې کره کچه نیونه یوه اړتیا ده.

دا لابراټوار د خپل چاري مولټی مټر، انرژی مټر، خازن او د سنج مقاومت د وسایلو لرونکی دی.مهمترین وظایف مترولوژی

د مټرولوژۍ مهم دندې

  1. په ټول هېواد کې د مټریک سېسټم د ترویج او د غوره پایلو د لاسته راوړلو په موخه له ملي او نړیوالو سټنډرډونو څخه په یو ډول ګته اخیستنه
  2. په هغو لابراټوارونو کې چې باور یې تلاسه کړی وي د SI واحدونو ترویج
  3. د غوره پایلو د ترلاسه کولو او د یو ډول ګټې اخیستنې په موخه د دولتي او غیر دولتي بنسټونو د مټرولوژۍ د څانګې له لابراټوارونو سره د کاري اړیکو او همغږۍ را منځ ته کول
  4. د کچې نیونې د پایلو د بیا موندنې د وړتیا د رامنځ ته کولو په موخه د اړینو زمینو برابرول
  5. په حقوقوي مټرولوژۍ کې د قانونو اړتیاو را منځ ته کول

کالیبریشن څه دی او څه ارزښت لري؟

انسان له ډېر پخوا څخه د خپلو اړتیاو د پوره کولو او غوره کیفیت ته د رسېدلو په هڅه کې دی. له هغه وخته چې د کیفیت کچه نیونه د ماشینونو په وسیله ترسره کېږي، د کچې نیونې د دغه ماشینونو کره والی د ډېر ارزښت وړ دی. د کچې کره ټاکنې او د ماشینونو روغوالي ته کالیبریشن وايي.

کالیبریشن په واقعیت کې د کچې نیونې د یوې دستګاه له یوې سرچینې او د هغې دستګاه د کچې له تېروتنې سره پرتله کول دي او له هغه ځای څخه د کچې نیونې د دستګاه په وسیله د ډاډ او بساینې پایلې لاس ته راځي. په دې بنسټ د کچې نیونې د دستګاه د کالیبریشن بهیر د ډېر ارزښت وړ دي.

د کالیبریشن دوه بنسټیزې موخې عبارت دي له:

  1. د کچې نیونې د دستګاه د کره والي او روغوالي د کچې ټاکنه
  2. په نړیوالو سټنډرډونو سره د دستګاه د بیا موندنې د وړتیا را منځ ته کول.

نن ورځ کالیبریشن ډېر ارزښت لري. ځکه یواځې د کیفیت له لارې کولای شو، د سوداګرۍ په نړۍ کې سیالي وکړو او له کالیبریشن پرته د کیفیت کچه نیونه شونې نه ده.

 

د مټرولوژۍ معلومات