د چوپړتیاو وړاندې کول

 

لابراتواري چوپړتیاوې

د سټنډرډ ملي ادارې لابراټوار د یوه خدماتي لابراټوار په توګه ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو، سفارتونو، هوايي ډګرونو، د دولتي او خصوصي سکټور شرکتونو ته په لاندې برخو کې چوپړتیاوې کوي.

نفتي توکي ( ډیزل، د الوتکو تېل لکه؛ (jet A-1 . TC-1 , JP-8 , JET- 4 , RT  ) د غوړولو تېل لکه؛ مبلایل، ګریس، د بریک ویکم، هایډرولیک، اوبلن ګاز، خام نفت، کانډنسیټ ګاز، مازوت او...)

ودانیز توکي ( ډول ډول سایز ګول سیخ، د اوسپنې ګاډر، اهن چادر، ګاډر، سمنټ، قیر، سفالټ، کانګریټ، پي وي سي، جیوټکنیکل، کاشي او...)

خوراکي توکي (غوړي، علې دانې، حبوبات، د څښلو اوبه، غیر الکلولي څښاک، زعفران، وچه مېوه، شیدې او...)

برښنايي وسایل ( متفاوت سایز او ولتاژ کېبلونه، د ټرانسفرمرونو غوړي او نور برښنايي وسایل)

نساجي او غالۍ ( د غالیو ازمېیښت، د غالیو مواد، طبیعي او مصنوعي پشمونه، تار، رختونه، کاغذونه او...)

 

د چوپړتیاو وړاندې کول