د کیفیت د تصدیق پاڼو کاري پروسیجر

 

 

 پروسیجر سرتفیکشن

 

 

 

 

په ټولیزه توګه د کیفیت د تصدیق پاڼو د ورکړې بهیر له لاندې څلورو بنسټیزو برخو څخه تشکیل دی:

  • د غوښتنې پروسه
  • د تفتیش پروسه
  • د تصدیق پاڼو د ورکړې پروسه
  • د څار او پلټنې پروسه

پر دې پروسو بشپړ بحث کوو:

 د غوښتنې پروسه:

پورتنۍ پروسه لاندې فرعي فعالیتونه لري:

    1. د غوښتنې فورم ترلاسه کول: پیریدونکی کولای شي چې په انلاین یا حضوري توګه د کیفي تصدیق پاڼو د اخیستلو لپاره د غوښتنې فورم ترلاسه کړي.

پیریدونکی د غوښتنې فورم له ترلاسه کولو وروسته هغه ډکوي او د تصدیق پاڼو څانګې ته یې سپاري. د تصدیق کولو څانګه هغه په کره توګه مطالعه کوي او د اړتیا پر مهال د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یې له پیریدکونکي څخه هم اوري او په دې حالت کې هغه د تایید او یا رد شونتیا لري چې د تایید پر مهال راتلونکي پړاو ته ځو.

 

پروسیجر

 

پلټنه:

پلټنه د سېسټماتیک پروسه مستقل او مستند عیني شواهد او ارزونه ترلاسه کوي، څو وپوهېږي چې تر کومې کچې معیارونه پلي شوي دي. پروسه یې په لاندې ډول ده.

12. لومړۍ پلټنه:

په دې پړو کې د نه افشا کولو هوکړې له لاسلیک وروسته پیریدونکی د اړتیا وړ ټول اسناد د تصدیق کوونکي بنسټ پلټونکو ته په واک کې ورکوي. پلټونکي د اسنادو له لومړۍ مطالعې وروسته له غوښتونکي شرکت څخه لیدنه کوي، څو ډاډه شي چې په اسنادو کې ذکر شوي موضوعات په عمل کې هم پلي شوي دي او کنه؟ د شرکت له لیدنې او د پلټونکې ډلې له سپارښتنو وروسته لومړی پړاو خپله دنده پای ته رسوي.

 

 

پروسیجر

 

2.2-  د دویم پړاو پلټنه

 د پلټنې دا پړاو چې د تصدیق کوونکې پلټنې په نامه یادېږي، پلټونکي د سر پلټونکې تر مشرۍ لاندې په بصري ډول نمونه اخیستنه، د معلوماتو راټولونه او د خپلې پلټنې مرکې ترسره کوي چې له پلټنې وروسته سر پلټونکی د پلټنې وروستۍ ناسته له پیریدونکي سره ترسره کوي او د غیر مطابقت ټکي ورته ښايي. له دې وروسته د ترسره شوې پلټنې راپور د سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼو عمومي مدیر ته سپاري. یاد مدیر راپور له تصدیق کوونکې کمېټې سره چې مشري یې د مطابقت ارزونې رییس کوي، شریک کوي.

 

پروسیجر

 

  • د کیفیت د تصدیق پاڼو د ورکړې پروسه

دا پړاو د مدیریتي سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼو د عملي ورکړې ښکارندویي کوي چې د پلټنې د پړاو له پای ته رسېدلو او تصدیق کوونکې کمېټې ته د راپور ورکولو وروسته ټاکلي پیریدونکي ته د مدیریتي سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼو د ورکړې او یا رد نهايي تصمیم نیول کېږي.

 

پروسیجر

 

 پروسه تفتیش نظارتی:

بعد ازآن که یکی ازنهاد ها درمطابقت به ستندرد مشخص سیستم های مدیریتی جهت اخذ تصدیق نامه تفتیش وتصدیق گردیده وتصدیق نامه کیفی سیستم مشخص مدیریتی برایش اعطا گردید جهت استمرار ونگهداشت الزامات ستندرد مرتبط الی ختم میعاد تصدیق نامه کیفی پروسه نظارت برعملکرد تفتیش راه اندازی میگردد.

د نظارتي پلټنې پروسه:

وروسته له هغې چې یو بنسټ د مدیریتي سېسټم له سټنډرډونو سره سم د تصدیق پاڼې د اخیستلو په موخه تصدیق او و پلټل شي او د مدیریتي سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼه ورته وړاندې شي، د سټنډرډونو د خوندیتوب په موخه د تصدیق پاڼو تر ټاکلې نېټې او میعاد پورې یې پر فعالیتونو څارنه او پلټنه کېږي.

 

د کیفیت د تصدیق پاڼو کاري پروسیجر