عمومي معلومات

د سټنډرډ ملي ادارې لابراټواري کمپلکس په (۱۳۸۶هـ) کال د کیفیت د ملي بنسټ د ایجاد او پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو سټنډرډونو د تطبیق په موخه د ازمېیښتونو په برخه کې تر یوه چتر لاندې رامنځ ته شو.

د سټنډرډ ملي ادارې لابراټوارونه د ماډرن تجهیزاتو او د مسلکي او تجربه لرونکو انجنیرانو په لرلو سره د سټنډرډ ملي ادارې په چوکاټ کې فعالیت کوي. د بې کیفیته توکو مخنیوی د مستهلک ملاتړ او مرسته ده او له کیفیت لرونکو توکه څخه ګټنه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب ګرځي. لومړۍ څانګه چې د دې لابراټواري کمپلکس تر چتر لاندې یې په فعالیت پیل وکړ، د نفتي توکو لابراټوار دی چې وروسته د ودانیزو، خوراکي او برښنايي توکو او په وروستیو کې د غالیو لابراټوار هم را منځ ته شو. د دې ترڅنګ په راتلونکي کې پلان دا دی چې دې ته وده ورکړو او د سټنډرډ ملي ادارې د مرکزي لابراټوارونو د ایجاد او پراختیا په موخه د ملي لاراټوارونو په توګه چې وکولای شي، د هېواد ټول لابراټوارونه تر یوه چتر لاندې راولي. په دې موخه چې د ټولو برخو د سټنډرډونو د تطبیق او څار او د (نفتي، وادانیزو، درملو او طبي وسایلو، خوراکي، نساجي، الکټروتخنیک او...) لابراټوارونه تر کنټرول لاندې ونیول شي.

موخې: په هېواد کې د بې کیفیته توکو د وړاندې کولو، تولید او توریډ مخنیوی، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی او د مستهلکینو ملاتړ، د ملي سټنډرډونو تطبیق او څار او د کیفیت د ملي بنسټ را منځ ته کول دي.

ګټې: د دې پروژې ګټې د ټولنې له ټولو وګړو (ښځه او نارینه)، حیواناتو، نباتاتو او صنعت سره نېغه اړیکه لري چې د سټنډرډونو په پلي کولو سره د بې کیفیته توکو له مصرفولو څخه د خلکو د معیشت کچه لوړېږي. دغه راز د محصولاتو د کیفيت او کمیت د ازمیښت د تصدیق پاڼو په کارولو سره چې په بهرنیو بازارونو کې یوه اړتیا ده، د ملي صادراتو د ودې سبب ګرځي.

 

عمومي معلومات