مټرولوژي

مټرولوژي (Metrology)

د سټنډرډ ملي اداره د مټرولوژۍ (وزن او کچه) په برخه کې ټولو هېوادوالو ته په ټاکلي وخت مسلکي چوپړتیاوې وړاندې کوي

 

steps icon

 

services icon

 

steps icon

 

 

معلومات

 

چوپړتیاوې

 

کاري تګلاره

 

مترولوژی

 

 

مټرولوژي (وزن او کچه)

مټرولوژي په ساده ډول د کچې نیونې له علم څخه عبارت ده. مټرولوژي باید په نړیوالو هڅو سره د یوې واحدې ملي مټرولوژۍ د بنسټ د ملاتړ په موخه د قانوني او علمي مټرولوژۍ لپاره ترسره شي.

ویل کېږي د یوه سوداګریز سېسټم لپاره تر ټولو بنسټیزه اړتیا د کچې نیونې علم دی. حتی په ساده راکړه ورکړه کې د اوږدوالي، کتلې، حجم، وخت او د تودوخې درجې د تثبیت لپاره د وړتیا نه درلودل به د تقلب په معنی وي او یوه پر انصاف ولاړه سوداګري به نه وي او د ښاریانو د روغتیا ساتنې لپاره چې کوم قوانین ټاکل شوي دي، بې اغېزې به وي. د کچې نیونې د یوه ملي سېسټم را منځ ته کول یا مټرولوژي د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره لومړی ګام بلل کېږي.

په افغانستان کې د مټرولوژۍ د بنسټ د ایجاد اړتیا

د اقتصاد او په عمومي توګه د ټولنې لپاره د مټرولوژۍ علم په نړیواله کچه ورځ تر بلې د درک وړ ګرځي. کره کچه نیونه د تخنیکي مقررو، سټنډرډونو او قانوني مټرولوژۍ د ملا تیر تشکیلوي او په همدې دلیل د ملي، نړیوالې او پر انصاف ولاړې سوداګرۍ یو شرط بلل کېږي. د هرې ادارې، شرکت او سازمان په سېسټمونو کې د خوندیتوب، اغېز، د باور وړ او ځیرکې مفکورې د زیات ارزښت وړ بلل کېږي او د تولیداتو د کیفیت تضمین کوي.

په بازار کې د راکړې ورکړې او د څيزونو له کمیت او کیفیت څخه د پېریدونکو د باور ترلاسه کولو لپاره منل شوې کره کچه نیونه خوارا مهمه ده. تر ټولو مهمه دا چې کره او په نړیواله کچه پېژندل شوې کچې نیونې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره بازار ته د توکو او تولیداتو د وړاندې کولو شونتیا برابروي. کره او ټاکلې کچه د پېریدونکو د تقاضا لېوالتیا زیاتوي او په کمیت کې د پلورونکو د تقلب په لېوالتیا کې کمښت راولي.

مټرولوژي د لاندې برخو لرونکې ده

  • د کچې نیونې او محاسبې تیوري
  • د کچې نیونې واحدونه او په سمه توګه د هغو د فزیکې کچې درک
  • د کچې نیونې د پروسیجر پروسس او تګلاره
  • د کچې نیونې د سامانونو ځانګړتیاوې او خواص

کره کچه نیونه د تخنیکي مقررو، د مستندو سټنډرډونو او قانوني مټرولوژۍ د ملا تیر تشکیلوي. په همدې دلیل وزن او کچه د ملي، نړیوالې، عادلې او ازادې سوداګرۍ لپاره لومړۍ اړتیا ده. د هر انسټیټوټ، شرکت او سازمان په سېسټمونو کې د خوندیتوب، اغېز، د باور وړتیا او ځیرکې مفکورې خوارا د ارزښت وړ بلل کېږي چې د محصول کیفیت هم تضمینوي. دا چې د بازار د معاملې د پېښېدو ډاډ موجود وي او مستهلکین د توکو په پېرودلو کې له کمیت او کیفیت څخه ډاډ ولري، په دې برخه کې کره او په پراخه توګه د منلو وړ کچه نیونه خوارا مهمې دي. د منلو وړ نړیواله کچه نیونه مخ پر ودې هېوادونو ته د څیزونو او غذایي توکو د صادرولو شونتیا برابروي. غوره او کره کچه نیونه د پيریدونکي د زیاتو غوښتنو او د پلورونکي د لږ ورکولو د تمایل مخه نیسي.

د ټکنالوژۍ نوښت په کره کچه نیونې پورې تړلی دی. نوي نظرونه او محصولات هغه وخت ترسره کېږي چې د کچې نیونې باوري سېسټم موجود وي. ناروغان چې کله طبي درملنه کوي، اړینه ده چې د معایناتو له پایلې، په درملنه کې له تقلب او حتی له دې ډاډه اوسي چې د درملو ترکیبات په سمه توګه کچه شوي دي.

څېړنو ښودلې ده چې د نړیوال سټنډرډ او د سوداګریزې پراختیا تر منځ په کچه نیونه او ازمېيښتي وسایلو کې یوه پیاوړې اړیکه شتون لري او دا څېړنې ثابتوي چې د مټرولوژۍ (وزن او کچه) یو غوره سېسټم د کورنیو محصولاتو (GDP) په وده کې مهم رول لوبوي.

د یوې ډلبندۍ له مخې مټرولوژي په درېیو برخو وېشل شوې ده:

علمي مټرولوژي (Scientific Metrology)

د مټرولوژۍ هغه برخه ده چې کاري ساحه یې د کچې نیونې ملي سټنډرډونه دي او د کچې نیونې، څېړنو او علمي مطالعو د واحدونو په تعریف کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

حقوقي یا قانوني مټرولوژي (Legal Metrology)

قانوني مټرولوژي یا Legal Metrology د مټرولوژۍ هغه ډول دی چې له قانوني وسایلو څخه د حاصل شویو پایلو فعالیتونه ښايي او په ټوله کې ویلی شو چې د مټرولوژۍ دا ډول د کچې نیونې په واحدونو، د وسایلو په کچه نیونې او د کچې نیونې په تګلارو پورې اړونده ده.

د قانوني مټرولوژۍ فعالیتونه په هر هېواد کې د موجوده قانوني ادارې یا ارګان له لوري منظم کېږي. دا ډول فعالیتونه د مټرولوژۍ د قانون پر بنسټ منظم او سنجش کېږي چې د توکو پېر، پلور، تبادله او یا د هغو لېږد او د مالیې او عوایدو راټولول په کې شامل دي.

 

صنعتي مټرولوژي (Industrial Metrology)

د مټرولوژۍ د دې برخې ټول تمرکز پر صنعت، وسایلو، ماشین او په صنعتي توکو باندې دی.

د کچې نیونې سټنډرډ

په دې سټنډرډونو کې د کچې نیونې توکي، وسایل، سېسټم او یا د کچې نیونې د سرچینې توکي شامل دي چې د هغو پر بنسټ کولای شو، د کچې نیونې اله او په هغو پورې اړوند فزیکي فکټورونه ټاکنه، پېژندنه، خوندیتوب او یا بیا ځلې عیارول د همدې اړوندو سټنډرډونو په وسیله جوړ او عیار کړو.

د قانوني مټرولوژۍ یوه مهمه ځانګړنه د لټون (Traceability) وړتیا ده، چې دا ځانګړنه د رفرنس یا د سرچینې د موادو د پرتله کولو اړوند د کچې نیونې پایله مومي او پیریدونکي او مستهلک ته ډاډ ورکوي چې پایله د ډاډ وړ ده. ټول ملي او نړیوال سټنډرډونه د علمي لاسته راوړنو سره د یوې پیاوړې پرتلیزې اړیکې له لارې له ټولو موجودو ټکو څخه منځ ته راځي.

نړیوال سېسټم (IS)

د واحدونو د نړیوال سېسټم سټنډرډ (Units International System of) چې معمولا په (مټریک سېسټم) یا (IS سېسټم) باندې پېژندل کېږي، د سټنډرډ له یوې نړیوالې دستګاه څخه عبارت دي چې د فزیکي کمیتونو د (واحدونو) په ډول د سنجش لپاره کارول کېږي. دا سېسټم په (۱۰۶۰ز) کال کې را منځ ته شوی دی.

د دې سېسټم اصلي واحدونه عبارت دي:

  • د طول واحد: مټر دM  په سمبول سره
  • د کتلې واحد: کیلو ګرام د kg په سمبول سره
  • د وخت واحد: ثانیه د S په سمبول سره
  • د الکټرونیکي جریان د شدت واحد: امپیر د A په سمبول سره
  • د تودوخې د درجې واحد: کلورین د K په سمبول سره
  • د مادې واحد: مول د Mol په سمبول سره
  • د برښنا د شدت واحد: کاندلا د CD په سمبول سره
  • د سطحې پر مخ د زاویې واحد: رادیان د Rad په سمبول سره
  • په فضا کې د زاویې واحد: سټرادیان د Stradian په سمبول سره

فرعي واحدونه

هغه واحدونه دي چې د څو واحدونو له ترکیب څخه تشکیل شوي وي؛ لکه متر پر ثانیه یا د چټکیا واحد د m/s سمبول سره. د مټرولوژۍ (وزن او کچه) د موضوع رول او ارزښت ته په پام په هر هېواد کې د مټرولوژیکي قوانینو او مقرراتو شتون د مټرولوژۍ اړوندو چارو د قانوني کېدلو لپاره له زیات ارزښت څخه برخمن دي.

د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د ملي سټنډرډونو د یواځینۍ تصویب کوونکې سرچینې په توګه توانېدلې ده چې د مټرولوژۍ په برخه کې (۱۵) سټنډرډونه د سټنډرډ عالي شوری له تصویب وروسته نهايي کړي او د مټرولوژۍ د ملي سټنډرډونو په توګه د کارېدلو وړ ګرځېدلي دي.

د مټرولوژۍ لابراتوارونه

د انسا ادارې د مټرولوژۍ لابراتوارونه اوس مهال په پنځو ځانګړو برخو (کتله، طول، حجم، فشار او برښنا) کې ۶۹ دستګاوې او د اندازه کولو ځیرکې او ماډرن الې لري چې ډېر ژر به د یادو وسایلو د زده کړیزې پروسې له بشپړاوي وروسته عملي کار پیل کړي.

د مټرولوژۍ په برخه کې ملي سټنډرډونه په راتلونکې پاڼه کې کتلای شئ.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مټرولوژۍ نهايي ملي سټنډرډونه

Metrology (TC - 10) National Standards List

No

Name of Standard

No of Std

year

Adopted From

د ملي سټنډرډونو نوم

1

Standard for Cylindrical knob type weights (1g to 10 kg)

AS 122

1389/2011

OIML:1972

د استوانه يي ډبرو سټنډرډونه(له ۱ګرام تر ۱۰ ګرامه)

2

Standard for Iron Weights parallelepiped (5kg to 50kg)

AS 130

1390/2011

OIML, India 1987

د متوازي السطوح اوسپنې د وزن سټنډرډ (له پنځه تر پنځوس کیلو ګرام)

3

Standard for Bringer Balance

AS 132

1390/2011

OIML:1968

د دوه پله یي (شاهین) تلې ملي سټنډرډ

4

Standard for Beam scale (Type A)

AS 176

1390/2011

ISIRI-3073, India 1987

د دوه کفه يي شاهین تلې ملي سټنډرډ

5

Standard for Gas Cylinder

AS 182

1390/2011

ISIRI 473 4th Rev

د ګاز د سلنډرونو سټنډرډ

6

Standard of Pressure cooker

AS 268

1391/2012

ISIRI 145

د بخار دیګ سټنډرډ

7

Standard specification for commercial metric capacity measures

AS 274

1391/2012

ISIRI 416 2nd Rev

د سوداګریزو پیمانو د اندازې د ځانګړتیاو سټنډرډونه

8

Standard specification for commercial metric length measures (none flexible)

AS295

1392/2013

ISIRI 368

د سوداګریزو مترونو د ځانګړتیاو سټنډرډ (انعطاف نه منونکی)

9

Standard for commercial weights for portable weighting machine

AS296

1392/2013

ISIRI 2370

د سوداګریزو وزنونو د متحرکو تلو سټنډرډ

10

Standard of commercial weights from 100 gr to 20 kg

AS 473

1392/2014

 

د سوداګریزو استوانه یي وزنونو سټنډرډ( له ۱۰۰ ګرام تر ۲۰ کیلو ګرام)

11

Standard of plat form skill

AS 474

1392/2014

 

د متحرکو تلو سټنډرډ

12

Standard of pressure balance

AS 501

 

 

د فشاري تلو سټنډرډ

13

Standard of Load cell

AS 502

 

 

د لوډسل (Load cell) ملي سټنډرډ

14

Standard of Self - closing valve of liquefid gas slender

AS 503

 

 

د اولن ګاز د خودبند سلنډر د وال سټنډرډ

15

Standard of Hexagonal weights metrological and technical requirement

AS 504

 

 

د شپږ مخي ډبرو د مټرولوژیکي او تخنیکي الزاماتو سټنډرډ

 

مټرولوژي