د حلال سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د حلال سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمېټې غونډه نن ددې ادارې د تخنیکي غونډو تالار کې د کمېټې د مسؤلینو او تخنیکي غړو په ګډون جوړه شوه.
پدې غونډه کې د حلال کمېټې رئیس او نورو اړوندو غړو ګډون کړی وو.
🍽 په یاده غونډه کې، "د SMII 1 (حلالو خوړو) د پلي کولو لپاره ځانګړو الزاماتو" سټنډرډ باندې بحث وشو؛ دا هغه سټنډرډ دی چې په هغو ځایونو پورې اړه لري چېرته چې حلال خواړه او څښاک ذخیره، چمتو او وېشل کیږي.
📝د غونډې په ترڅ کې، د دې سټنډرډ پر تخنیکي، فقهي او عملي اړخونو هر اړخیز بحث وشو او د وروستي کولو لپاره یې اغېزناک وړاندیزونه وړاندې شول.
✅ حلال سټنډرډونه د یو معتبر نړیوال سټنډرډ په توګه، د سالم، پاک او د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د خوړو کیفیت څرګندوي او د مصرف کوونکو د روغتیا او باور په تضمین کې مهم رول لري.