تصدیق پاڼې (CERTIFICATION)

د سټنډرډ ملي اداره د کیفیت تصدیق پاڼو د ورکړې په برخه کې ټولو هېوادوالو ته په ټاکلي وخت مسلکي چوپړتیاوې وړاندې کوي

 

steps icon

 

services icon

 

steps icon

 

معلومات

چوپړتیاوې

کاري تګلاره

 

certification icon

 

 

له ټاکلو سټنډرډونو سره سم د محصولاتو لپاره د تصدیق پاڼو شتون د نولسمې پېړۍ نیمايي ته رسېږي چې په تدریجي ډول یې په نړیوالې سوداګرۍ کې خپل ارزښت ساتلی دی او دا ارزښت د وخت په تېرېدلو سره وده کوي. د تصدیق پاڼو د صدور پاڼې ته لاس رسی د محصولاتو د کیفیت په ټاکلو کې بنسټیزه چاره ده، څو ثبوت کړي چې یو محصول له موجودو سټنډرډونو او معیارونو سره یم دی. په همدې دلیل د تصدیق پاڼو په اړه د کره او بشپړو معلومات لرل ډېر مهم دي، څو وکولای شو، په سوداګریزه توګه ترې ګټه واخلو.

تصدیق پاڼه د یوه محصول د معیار او کیفیت په ټاکلو کې نه یواځې چې اړینه ده، بلکې د مدیریت په سېسټم او د چوپړتیاو په پروسه کې بنسټیز رول لري، څو ثابته کړي چې دا تګلاره له ټاکلو سټنډرډونو سره مطابقت لري. په دې برخه کې زیات سټنډرډونه هم جوړ شوي دي. دا چاره د محصولاتو او سېسټمونو د ارزونې او بیا موندنې سبب ګرځېدلې ده او د کیفیت د ثبوت لپاره یې د تصدیق پاڼې فرهنګ پیاوړی کړی دی. د تصدیق پاڼو د صدور سازمانونه خپلواکه اشخاص دي چې د نړۍ په بېلا بېلو ځایونو کې فعالیت کوي او د اقتصاد او سوداګرۍ په ارتقاء کې زیات رول لري.

تصدیق پاڼه څه ده؟

تصدیق پاڼه یو لیکلی سند دی چې له مطابقت ارزونې وروسته د یوې باوري سرچینې له لوري صادرېږي او محصول، سېسټم یا پروسه له سټنډرډونو او تخنیکي مقرراتو سره سم تاییدوي. د مطابقت ارزونې پروسه لکه څنګه چې له نامه یې څرګندېږي، د ازمېیښت، ارزونې، څېړنې او څار یا پروسو تګلارو ترکیب دی، څو ډاډ ترلاسه شي چې ایا محصول، چوپړتیاوې، پروسې او د مدیریت سېسټم له اختیاري او جبري سټنډرډونو سره مطابقت لري او کنه؟ د مطابقت ارزونې یوه بنسټیزه دنده د تصدیق پاڼو صادرول دي.

تصدیق پاڼې په ټولیزه توګه په دوه برخو وېشل کېږي.

  1. د محصول د کیفیت تصدیق پاڼې
  2.  سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼې

د محصول د تصدیق پاڼو د ورکړې تګلاره

دا پروسه تل د محصول له ارزونې سره تړلې ده چې له فابریکې، ګدام یا مارکېټ څخه د نمونې په ډول را اخیستل کېږي او ښايي د تولید د پروسې ارزونه هم په لومړي یا دوامداره توګه را ونغاړي. یا ښايي یواځې د بازار په څار باندې بسنه وکړي چې په هغه کې د مدیریتي سېسټم له سټنډرډونو لکهISO 9001  یا HACCP سره سمون اړین دی. د مطابقت له شتون وروسته تولید کوونکي ته اجازه ورکول کېږي، څو د ځانګړې تصدیق پاڼې پر بنسټ د تصدیق پاڼو نښه په خپل محصول، پوښ او یا په دواړو ولګوي.

د کیفیت د تصدیق پاڼو ارزښت

ولې د محصول د کیفیت تصدیق پاڼو ته اړتیا لرئ؟ یو تر ټولو مهم دلیل یې د یوه محصول لپاره د تولید کوونکي د شهرت ترلاسه کول دي او همدارنګه په بازار کې د تقاضا زیاتوالی دی. په ځینو هېوادونو کې د محصول د تصدیق پاڼو نښان د دې ښکارندوی دی چې محصول له تخنیکي مقرراتو او یا جبري سټنډرډونو سره سمون لري، د ګټې اخیستنې وړ او کیفیت لرونکي دي. دا مستهلک ته ډاډ ورکوي چې دا محصول روغتیا او چاپېریال ته هېڅ زیان نه لري.

د مدیریت سېسټم د تصدیق پاڼو د ورکړې اساسات

د مدیریتي سېسټم تصدیق پاڼې د چوپړتیاو او پروسو د تولید کوونکو او چوپړتیاو وړاندې کوونکو سره سروکار لري. مدیریتي سېسټم د اړونده سټنډرډونو د الزاماتو سره سم ارزول کېږي او له هغو سره د سمون پر مهال د تصدیق پاڼې د صدور سازمان په وسیله تصویب او تاییدېږي.

د مدیریتي سېسټم تصدیق پاڼې د سوداګرۍ په چارو کې یوه اړتیا ده، څو سوداګر وکولای شي، په منظمه توګه په بازار کې سیالي وکړي او له دې لارې شهرت ترلاسه کړي. تر ټولو غوره مدیریتي تصدیق پاڼه د ISO 9001  پر بنسټ ده چې له (۱۹۸۰ز) کال څخه تر دې مهاله یو میلیون تصدیق پاڼې صادرې کړې دي. ډېری نور سټنډرډونه موجود دي چې د مدیریتي سېسټم د تصدیق پاڼو لپاره کارول کېږي او په ځانګړې توګه په ځینو اقتصادي برخو کې د زیات ارزښت لرونکي دي.

د مدیریتي سېسټم ځینې تصدیق پاڼې چې په بازار کې د زیات ارزښت لرونکې دي، عبارت دي له:

  • ایزو ۹۰۰۰ د کیفیت د مدیریت سېسټم  ISO 9001:2015 Quality Management System
  • ایزو ۲۲۰۰۰ - د خوراکي توکو د خوندیتوب د مدیریت سېسټم ISO 2200 Food Safety Management System
  • ایزو ۱۴۰۰۱ د چاپېریال ساتنې د مدیریت سېسټم  ISO 14001 Environmental Management System
  • ایزو۴۵۰۰۱ د مسلکي روغتیا او خوندیتوب سېسټم ISO 45001 Occupational Health and Safety Management System

 تصدیق پاڼې (CERTIFICATION)